(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملالې يوسفزۍ ته!

[12.Oct.2017 - 06:39]

ملالې يوسفزۍ ته

ځلمي راپاسيدل د سيالې په نوم 

جونه ډاډه شوې د ملالې په نوم

 تنکۍ ملاله د جرأت نوم شو 

د يو پاڅون د بغاوت نوم شو 

مړو حوصلو ته يې بل ژوند ورکړو 

نوی سنګر يې د ميوند ورکړو 

که چا ويلي چې په نوم کښې څه وي 

په بل يو نوم به ګلاب بل نه شي

 نو دا دليل يې ځکه نه منمه 

ملاله نه وي چې نوم خپل نه شي 

د قلم زور دې دی اتلې جينۍ 

ای په ديوانو زورورې جينۍ

ډير د قلارې او د زغم جنګ دی 

وس د ټوپک او د قلم جنګ دی 

د ظلم خونه دې ور ورانه کړله 

ګرانه قيصه دې را اسانه کړله

تا چې يو مړ تحريک ته ساه راکړه 

مونږ له دې هم زړه له درزا راکړه 

د صبا ستورې يې ځليږې به ته 

د علم شمع يې بليږې به ته

د يرې خوب وو چې دا تا وليدو 

درسره سم ټولې دنيا وليدو

شل ګډ ړانده او بډاګان پاڅي 

زمرﺉ نن ستا په نوم جهان پاڅي 

ته خو راوتې لا بهر نه يې 

د خپله زوره لا خبر نه یې 

وراسته برجونه د ايمان پريواته 

د ظلم نخښې او بتان پريواته

تر څو چې ستا په تن کښې ساه ګرځي 

دښمن دې رپي وارخطا ګرځيي 

ملالې ستا د سوال ځواب راغلی 

نن په نړۍ کښې انقلاب راغلی 

ته څه خبر يې کوم پاڅون شويدی 

د تور او سپين منځ کښې بيلتون شويدی 

په تورتميانو لرزه بيا راوله 

پاڅه بيا چغه که غوغا راوله

لکه سبا نن او پرون ته يې 

مرګ دې وژلی دی ژوندون ته يې 

ته د هر رنګ نسل مذهب ميره يې 

وس د انسان د لوﺉ نسب ميره يې

 چغه چې پاس ستا د قلم لاړه 

شمله مې لؤړه تر ايلم لاړه

ټوټې پښتون دې بيا زنځير کړلو 

وران کړی شکل دې تصوير کړلو

د قندهار تر مارګلې پورې 

عن د کابل ستا د شانګلې پورې 

دا په يو سوچ نه په يو ځان حمله ده 

دا په ملت دا په افغان حمله ده

 سترګې دې پورته که قلار پاڅه 

دنيا ده ستا په انتظار پاڅه 

هر څوک دې ستاي ای نيک بختې جينۍ 

په دعاګانو کښې يې انغښتې جينۍ 

خوږمن دې زيری د سحر بولي 

دښمن بېرته شاته