(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[12.Oct.2017 - 06:43]

بلها  دردونه  مې  په  زړۀ  تېريږى

 څوک  څۀ  خبر دى   په  ما څۀ  تېريږى

 

دنيا د مينې  مې  تالا  ترغه  شوه 

 چې  مې  دلبر په  خوا کښې  نۀ  تېريږى

 

چې مې  ملګرى  رانه  حال  او پوښتى

 ويم  د ناکامه  چې  وخت  ښۀ  تېريږى

 

ياران  زما  د حال  نه  څۀ  خبر دى

 ژوند په  لمبو  د تنارۀ  تېريږى

 

چا ته  اظهار زه  د دردونو اوکړم 

 رانه  چاپېره  ټول  کاڼۀ  تېريږى

 

په  مخ  مې  اوښکې  رڼې  داسې  درومى 

 لکه  وله  کښې چې  اوبۀ  تېريږى

 

چې  زۀ  غمګين  يې  ملامته  کړمه 

 خوا کښې  خپلوان  مې  لکه  غلۀ  تېريږى

[غمګين مايارے]

 
-
بېرته شاته