(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کباب شوم

[12.Oct.2017 - 07:18]

عزت الله ځواب 

وسوم کباب شوم ښه شوم 

خانه خراب شوم ښه شوم  

د چا لاسونه ښکل کړم

د چا کتاب شوم ښه شوم 

ځان مې کړو خپله لاهو 

خپله سيلاب شوم ښه شوم  

څه بې حسابه شومه 

څه په حساب شوم ښه شوم 

نه کوم ملک،  نه ملا 

نه کوم نواب شوم ښه شوم 

خره ته ورغاړېوتم 

دا دی ارباب شوم ښه شوم 

ساقي مسکی شوې راته 

ستا انتخاب شوم ښه شوم 

اوس د زړو انګورو 

ترخه شراب شوم ښه شوم 

ټولو کې ښکلې زه وم 

زه د ځواب شوم ښه شوم

 
-
بېرته شاته