(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلي آرين شعرونه

مورى تاچې راته ځان له تنه راکړو اوس به روح مې چاله لورى سخا اخلى ماچې پل د ژوندون ستاپه قدم کيښود دامنزل مې ستا له ستورى رڼااخلى په معنائى يو مالک دعرش پوهيږى دغه مور ده چې رشتى له هاوا اخلى لکه لمرئى توده غيږه کې هستى ده خود طبعيت به ئې له سيورى ښکلا خلى په وږمودى تخنولى بهارونه له تندۍ دى سپيرى شوندى مسکا اخلى هرماشوم په نيمه ژبه د ميم تورۍ مور ، مادر ، ممه، ممى او ماما اخلى دلته ويره ده خيرى دى بى وسى ده اوس آرين به چا دلپو دوعا اخلى ---- وخته لږ تم شه نور مى پريږده دزړه زورنه لرم کرار ، کرار مى خوزه وه درد له ټکور نه لرم لاړ آ... وختونه چې به کاڼوله مې سرنيولو اوس باد بوړوکو، يم شيندلى ځکه مور نه لرم لږ په بى ميندو خيال ساته په آللو، آللو. داخواصول دى ګڼې ياره په چاپور نه لرم که په پرديسو سترګو ګرځم دى نااشناکوڅوکى نښښى دى تل په زړه کې ساتم خيرکه کور نه لرم راته دى ذهر بې له تاشى که شيبه يم سکون هغه ځوانى ،هغه مستى اوس هغه شور نه لرم ته رانه لاړى ما آرين نه بهارونه لاړل پر لمن اوښکى وچه وم خبرى نور نه لرم

Arian Germany -
بېرته شاته