(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غمژن نظم

[25.Oct.2017 - 15:06]

 

 

نن زه تر ټولو غمژن نظم لیکلې شم 

لکه دا چې شپه په ستورو روښانه ده 

ستوري رپي ، د لیرې نه ښکاري 

د شپې باد په اسمان کې ګردش اوکړي 

او سندره ووايي 

 

نن زه تر ټولو غمژن نظم لیکلې شم 

لکه دا چې ما د هغې سره مینه کوله 

او کله کله هغې هم زما سره مینه کوله  

هم دغسې یوه شپه وه چې ما ترې لاس چاپیره کړي وو 

او ما د لامحدوده اسمان د لاندې څو څو ځله ښکل کې وه 

هغې زما سره مینه کوله 

او کله کله ما هم ورسره مینه کوله 

ما به د هغې د غټو او ساکتو سترګو سره مینه څنګه نه کوله؟ 

 

زه نن تر ټولو غمژن نظم لیکلې شم 

اوس مې هغه په خوا کې نشته 

او د احساسوم چې بایللې مې ده

 

د هغې نه بغیر دا درنه شپه نوره هم درنه شوه

او نظم زما روح ته داسې راپریوت 

لکه په واښو چې د شبنم څاڅکي پریوزي

خو دا هرڅه بې له هغې څه معنا لري؟

 

شپه په ستورو ډکه ده او هغه مې خوا کې نشته

لرې ، ډیر لرې څوک سندره وايي 

او ما نه خپل روح ورک شوې دی

 

نن شپه زه تر ټولو غمژن نظم لیکلې شم 

دا کیدې شي اخیري درد وي چې هغې راکړي وي 

او ګویا زما به هم دا د هغې په نوم اخیري نظم وي.  

 

پابلو نرودا

ژباړه : شاهین بونیری

-
بېرته شاته