(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[25.Oct.2017 - 15:30]

غزل

چې په کام دمحبت کې یو ذره سړی ناکام شي 

په لمسون دغمازانو که نیک نام وي هم بدنام شي 

په محفل کې ورته راوړي ساقي ښه باده دوصل 

دقسمت کارونه ګوره چې نسکور په لاس کې جام شي 

کورمالت به سړه واړه ښایسته کړي په خپل حسن

شاه لیلا که نن له خیاله مازیګر پورته په بام شي

دهوښیار مارغه په څیر به سلو لومو کې رابند شم 

زمانه راته دسترګو په قدم قدم کې دام شي 

زه حافظ په لوظ دمینې باندې کلک یم دریدلی 

که دژوند تنکۍ غرمه مې په همدې ګړۍما ښام شي

 

نصرالله حافظ

-
بېرته شاته