(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لېکواله، شاعره

[30.Oct.2017 - 20:40]

لیکوال شاعره تاسی ولی پټ یاست

ډیر خیالي ځوانان وژني لیکوال شاعره تاسی ولی پټ یاست

هره ورځ افغانان وژني لیکوال شاعره تاسی ولی پټ یاست 

ولی د څه لپاره له طالیبانو ډاریږی سپینه خبره نه ورته کوۍ

په ظلم بی ګنا انسانان وژني لیکوال شاعره تاسی ولی پټ یاست

ما خو یو لیکوال شاعر ونه لید چی طالیبانو ته واضعه ښاکره خبره

وکړي خوارن غریبان وژني لیکوال شاعره تاسی ولی پټ یاست

په د کې څه خبره ده چی په طالیبان نیوکې وکړی د دوۍ قتلی عام وغندۍ

خو عسکر پولیس مسلمان وژني لیکوال شاعره تاسی ولی پټ یاست

ولی ځانونه هسی په بی ځایه لیکلو شعرو غولوۍ ولی واقیت نه سترګی پټوۍ 

دا د ذبیح الله واورۍ ولی پښتون پښتون وژني لیکوال شاعره تاسی ولی پټ یاست 

 

متن شاعره تاته وایم

دلته هره ورځ خیالي ځوانان مري شاعره

جنګ دی ناهقه بی ګنا افغانان مري شاعره

لیږ شرم هیا وکړه ولی واقیت ریښتا نه وایی

د طالیبانو له لاسه مظلوم مسلمانان مري شاعره

تر سو به ته له طالیب نه ډاریږی پټ به وی کونځ 

کې د خوارانو غریبانو ناځولي بچیان مري شاعره

د انقیلاب تراڼې سندری به څوک جوړی کړی   

په ډیر بی رحمۍ د جومات لارویان مري شاعره

د سرو شوڼډو د ګودر د لیلا شاعري پریږ دی

ذبیح الله په وطن مین شاه ځلمیان مري شاعره

 

 ای د پښتونو نامتو شاعرانو

د خپل کام د غم غږ کړه وچت شاعره

معلوم کړه د دغو جګړو هیلت شاعره

ته چی سرو شوڼډو وربل ته شاعري

کړی په داسی شاعرۍ د سه ناعلت شاعره

وطن له کوڼډو ایتمانو ډک دی ته شرمیږی

نه لیږ فکر وکړه ته په څه یی بوخت شاعره

څوک به د انقیلاب ته تراڼی جوړی کړي دا ویده میده 

خلک به څوک راویښ کړي له خوب د غفلت شاعره

ای د پښتونو نامتو شاعرانو ولی غلي چوپ یاست بېرته شاته