(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لحدونه جوړوم

دفکرونو په دنیاکی محلونه جوړوم زه په وچووچودشتو کی باغونه جوړوم ستاپسی می یاره چه ښیروکی دی شلولی دلیونو په شان چیری ګریوانونه جوړوم په څوکو دبڼو چه دی ویشتلی یم د لبره په تمه دوصال دی هغه زخمونه حوړوم په مخ کی درقیب چه دی رټلی یم جانانه اوس به څنګه ستا دژبی پرهرونه جوړوم دمینی داجونګړه مو طوفان ده غورځولی په سیلی سیلی فضا کی تعدابونه جوړوم مینه دوطن کی بیا ځوانان دی شهید شوی یاسین زیه ورته ځکه لحدونه جوړوم

(ډاکټریاسین زی) کوهاټ—غلام بانډه
Dr. Yaseenzai Kohat, Ghulam Banda -
بېرته شاته