(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملا بوزئ میکدې ته

[30.Oct.2017 - 22:23]

که زما منئ ملګرو

ملا بوځئ ميکدې ته

ساقي راولئ جمات ته

ملا موړ کړئ په شرابو 

ساقي کېنوئ محراب کې

ملا دې حد له نشه کړئ

چې په جام باندې نسکور شي

ساقي دومره کړئ دينداره

چې فتوا په نشې ورکړي

ملا وېنځئ په شرابو

ساقي وېنځئ په زمزمو

ملا بېرته راواپس کړئ

د جمات په لور يې بوځئ

ساقي بېرته راواپس کړئ

ميکدې ته يې داخل کړئ

که زما منئ ملګرو

ملا راولئ محفل ته

ساقي ورولئ تدريس ته

په ملا موسيقي واورئ

په ساقي ترجمه واورئ

ملا دې حد پورې مست کړئ

چې رباب خپله راواخلي

او تارونه يې په سر کړي

د منګي والا ته وايي

چې پلانى راګ به رانيسې

پخوانى راګ به رانيسې

يو دېوان لاس کې راوخلي

د رحمان که د خوشحال وي

په سرګم باندې يې پيل کړي

دومره مست شي په نغمو کې

چې خبر نه وي د ځانه

د ثواب او د ګناه نه

ساقي داسې مدرس کړئ

چې نشې ته کفر وايي

ميکدې ته کفر وايي

مونږه يو دم دوزخيان کړي

ځان احساس کړي په جنت کې

مونږ احساس کړي په دوزخ کړي

که زما منئ ملګرو

د ساقي جامې راواخلئ

او ملا ته يې په تن کړئ

د ملا جامې راواخلئ

او ساقي ته يې په تن کړئ

ساقي وباسئ جمات ته 

ملا پرېږدئ ميکدې ته

که زما منئ ملګرو

نو ګناه او ثواب پرېږدئ!

ژوند په دغه رقم وکړئ

چې له خونده يې خبر شئ!

عابد نديم

-
بېرته شاته