(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کارمې نشته

[30.Oct.2017 - 22:32]

سېتار ویل، چې ښه سېتار یم، خو فنکار مې نشته

فنکار ویل، چې ښه فنکار یم، خو سېتار مې نشته

 

زه خپل وطن ته په ژړا شوم، ما ویل خوار ولې یې؟

وطن ویل چې زه خوار نه یم، خو غمخوار مې نشته

 

ما د زلمي نه تپوس وکړو، یې بې کاره ولې؟

زلمی ویل، د کار سړی یمه، خو کار مې نشته

 

زما د سوال باره كې پېغلې داسې راکړو ځواب

هر څه کولی شم وطن ته، خو اختیار مې نشته

 

ما لېوني نه تپوس وکړو ته به روغ شې که نه؟

هغه ویل که دا نظام وي نو اعتبار مې نشته

 

غني خان

-
بېرته شاته