(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ځکه لېکم

[03.Nov.2017 - 11:07]

په هر کاغذ، په هر دیوال، هم یی په ځمکه لېکم

زه په پښتو باندی مین یم پښتو ځکه لېکم

متعصب نه یم، د هری ژبی قدر کوم

خو بس زما د ژبی هر دښمن ته ورکه لېکم

د خنډ په سترګو چی ورګوری د زمرو ژبی ته

هغوی ته مرګ، هفوی ته وېره لېکم کرکه لېکم

ستا په خوږو الفاظو هرچا ته خپل نوم لرمه

مور ته ادی، نیا ته انۍ، پلار ته ابکه لېکم

په نوم پښتون چی د پښتو ژبی خدمت نکوې

زه به یی هر شعر کی کمه لېکم ، سپکه لېکم

عامرترېن یم، ستا صفت ته ستا په خپله ژبه

هریو  غزل به په پښتو له ښکلا ډکه لېکم

-
بېرته شاته