(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غوټۍ

[06.Nov.2017 - 11:53]

غو ټۍ

يوه غو ټۍ ومه نازکه

 يو  ښکلا زه د دنيا وم

خوله مې ډکه له موسکا وه

لويدمه غوړيدمه

و روزلمه مليار

څه په ناز نعمتو کې

د  زړه مينه به يې راکړه

لوی وړو به ښکلولم

ورسته ګل شومه خندا شوم

د مر ګی ناځوانه غيږ کې

يو ه سلګې ومه يو آه  وم

د هجران په تورو شپو کې

پا ڼۍ پاڼۍ شومه توی شوم

د توپان په بې رحمې کې

پر ګنيزه اوس رغړيږم

نن په خاورو  او ايرو کې 

....................

د امن کور

خدايه دا کور د امن کور کړ ې زموږ

ته په خندا د وطن مور کړې زموږ

نوري سرې وينې  ژړا ونه ګورم 

د زړه ټپونه ټول ټکور کړی زموږ

د انتحار   ټوپک اواز وا نه ورم

د سولې لمر په وطن خور کړې زموږ

ډول سورنو ته اتڼونه  وکړو

دا وران وطن زياتی سمسور کړی زموږ

د پر ګنيز دزړه  ارمان پوره  کړی

ټول دښمنانان ته را نسکور کړی زموږ

 
-
بېرته شاته