(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حوصله

[06.Nov.2017 - 12:01]

ممتاز اتمان خېل

په  وخت  د اضطراب کښې به مې ښۀ پکاروله 

 چې  ما د ژوند  په  لاره حوصله  پکاروله

 

هرڅو کۀ د نفرت  د جذبې  راج وۀ په دې سيمه 

 خو ژوند  له مې  د مينې  فلسفه  پکاروله

 

اوس ستا په  ژړا زۀ  ژاړم  زما  د قام  بچيه!

  په  لمسه  د اغيار چې  دې  وسله  پکاروله

 

د ورځې مې  د ژوند دخوشحالوخوندونه واخست

 ژړا خو به  مې  ټول  عمر  په  شپه  پکاروله

 

هم  هاغه  کليمه  يې  شوه  سبب د پرې  کولو

  چې  ژبه  مې  په  کومه  کليمه  پکاروله

 

ممتازه د سکون  د لمبې  ځائے به  چرته  کېږى

 چې  درد  له  دې  د خپل  زړۀ  هديره  پکاروله

-
بېرته شاته