(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بدل

[06.Nov.2017 - 12:05]

بدل

ډكه د سپرلي په خوشبوېې وريښمينه شپه وه

ښكاري چې په عطرو د هوا لمن لمنده وه

سپينه سپوږمۍ بريښي د آسمان په تندي باندى

مځكه د رڼا په زرزري شال كې ويده وه

 

ښه سپينه رمه ده, په دى بيټه باندى پڼډه

پريوتمه زه د دې رمې په دغه څڼډه

 

خور مې په خپل ځان باندې څادر كړ په كراره

لاندې مې تر اړخ وه دا پسته شگه هواره

سترگى مې شوى پټې او د خوب په نيلئ سپور شوم

ورو ورو مى وهله د سهار په طرف لاره

 

تا په دغه وخت كې د تيغ وار راباندې وكړ

زه ومه په خوب كى تا گزار راباندې وكړ

 

ما وكړله چيغه چې مې تن ته خنجر ولويد

لاندې مې سينې وته د څړيكو لښكر ولويد

زغرده كړلې تا باندې قرارى خپلى سترگى

كله چى مى ستا تر مخ له مخه څادر ولويد

 

ډېرې په ليدو شوى وارخطا او لاس دى ونيو

پورته دى خنجر كړ هغه دم او پاس دى ونيو

 

ډېر شوى وارخطا چى دى سهي څهره زما كړه

ژر دى په لستوڼي د تندي خوله صفا كړه

تا يوه اسرَه غوندې سا وكښه له افسوسه

دا درته معلومه شوه چى نخه دى خطا كړه

 

تا چى راپرېكړى تر دى ځايه پورې لار وه

دلته دى د هغه فرد د زړه وينه پكار وه

چا چى يوه ورځ په درنو كاڼو وركوټلى

ستا وا ځلمى ورور ته ككرئ لكه د مار وه

 

ستا د مور زوكړى ېې ليږلی مخ په كور وو

هغه پوروړى دې زه نه وم زما ورور وو

 

تا غوښتل چى ته مې په دې ورور باندې وار جوړ كړې

تا غوښتل چې ته مې په دې ورور خپل زړگى سوړ كړى

 

 ته له ډېره وخته وى لگيا چې په څه توگه

خپل وږى خنجر د ده د زړه په غوښو موړ كړى

 

دی هم ستا په دغه اراده باندې خبر و

دى هم ويده نه و په تا باندى ېې نظر و

 

 ده ته ښه معلومه ستا د كور هره قصه وه

دى و ښه خبر چى توُره ستا څومره تيره وه 

ده يې وو له ځانه سره ټول حساب ساتلى

ستا كره كه غشي كه لينده او كه نيزه وه

 

دې به وه خبر كه بېرته شاته