(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عاشقان

[10.Nov.2017 - 23:35]

دا ستا درد به په هزار درمان ورنکړم 

دانسته به دغه سود په زیان ورنکړم

که څوک راکاندي دنیا او عقبا دواړه 

عاشقي به دې په این او آن ورنکړم

معشوقې د عاشقانو دین ایمان وي

زه به چا لره خپل دین ایمان ورنکړم

که یو ځلې مې ستا زلفی په لاس کیوزي 

یو ویښته به دې په درست جهان ورنکړم

که مې لاس چیرې دا ستا په بوسه بر شي

دا نعمت به د جنت په خوان ورنکړم

څو ونه وینم دا ستا سترګې که خدای کړه 

عزرا ئیل ته به تر هغې ځان ورنکړم

په رحمان دا ستا د لبو می حرام دي 

څو د خپلو وینو جام تاوان ورنکړم

 
-
بېرته شاته