(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوې شې ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیه

[22.Nov.2017 - 18:35]

لوی شې ګوډاګیه! د ټوپونو نه دې ځارشم

ای لـه ګـنده ډکه د ګلـونـو نـه دې ځـارشـم

 

جوړ کړې د چا ګوتو، شولې جوړ د څه لپاره

ځار دې د قـلمه د حرفـونو نه دې ځار شم

 

یو پـوکی د باد یې څه د رنګ او جنګ خبرې کړې 

ای د سهارخوبه!دخوبونو نه دې ځارشم

 

حُسن دې ایجاد کړمشغولا دې ځانله جوړه کړه

ځار دې دمستۍ نه د سازونو نه دې ځارشم

 

علم دې د خیال دی خیال دې خوب او خوب دې خیال دی

دومره غټو غټو کتابونو نه دې ځار شم

 

پوه په سود اوزیان د سود اوزیان به چیرې ته نشې 

ځار دې د خندا نه د ویرونو نه دې ځار شم

 

دوه ګړۍ ژوندون له دې څوقسمه نخرې جوړې کړې

ځاردې دسجدودتکبیرونو نه دې ځار شم

 

سـتورو او سپـوږمۍ سـره د نـاز اونیـاز خـبرې

ای د خـاوروګله!د رنګـونـو نه دې ځارشم

 

کوم د تیارو کورته مسافـره پټـې سترګې ځې

ځار دې د ماڼـو،د محـلـونو نـه دې ځـار شـم

 

ګـوتې دې اسـمان ته او پاپۍ دې ډوبې خټـو کې

لوی شې ګوډاګیه!د ټـوپونو نه دې ځارشم

غني خان

-
بېرته شاته