(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عبدالحفيظ مليار شعرونه

نه پيسی لرم نه زر نه پيسی لرم نه زر ـ خو پاک خدای لرم سر په ولس باندی مين يم ـ هر يو ښکاری د زړه سر دا چی وچولی دی روښانه ـ پدی ډير يم بختور په خندا چی يو بل وينو ـ هره شيبه مو ده اختر خود خوا هان بی وزنه ښکاری ـ لکه سپک د مچ وزر لباسی پتنګان ورک شه ـ دوی به خدای کړی در په در زه حفيظ مليار تري ځارشم ـ د يو ښکلی شان دلبر نه پيسی لرم نه زر --------- حفيظ مليار ويانا اوتريش سر ټيټول ګلی دا ستا واړه شرطونه منم خو صرف دا يو شرط که د بيرته واخلی ګلی له تانه به ځوانی قربان کړم ګلی له تانه به غربت قربان کړم ګلی خپل ځان به سپيلنۍ کړم تاته غواړم چی وينی می له تا قربان کړم خو صرف دا يو شرط که د بير ته واخلی هغه شرط ماته يي منل ګران دی هغه شرط ماته يي زغمل ګران دی په هغه شرط باندی زه بد ښکاريږم په هغه شرط باندی زه سپک ښکاريږم هم په دنيا هم اخرت به سپک يم خيردی ليمی به می کړم ټيټی درته خير دی دا سربه می سرتور کړم تاته خير دی عذرونه به هم ډير وکړمه په ننواتو به دکورته درشم دا ستا د در به ملنګی وکړمه خو <<سر ټيټول >> پښتون نه مه غواړه ته هو زه پښتون يم سرمی تاته ټيټولی نشم سر ټيټول پښتون ته زيب نه کوی زما محبوبی صرف همدغه شرط دبيرته واخله سرټيټول پښتون نه مه غواړه ته عبدالحفيظ مليار ويانا ------- نری شونډی بيا به کله رايشی پيغلی په مستی نری شونډی يي له ګل ځينی تنکی د منګی سره ګدر ته وی روا نه رسا قد هغه په ملا باندی نری د يورپ په دا بر بڼډو به يي ور نکړم هره پيغله زمونږ ښکاری ښاپيری د چنار د سيوری لاندی چی دمه شی په مينځو کی د خپل واچوی ټکی مينان ورته ولاړ وی ننداری ته څوک ديدن کړی څوک ولاړ وی په زاری ای حفيظ ملياره سوله خدای( ج) نه غواړه چی وطن کی زمونږ نه وی نور سلګی

عبدالحفيظ مليار د ويانا ښار اتريش Abdul Hafiz Malyar Östereich -
بېرته شاته