(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چرګه

[05.Dec.2017 - 15:43]

یوه چرګه له خپل کلی نه بهر 

په پټي کې ګرځېدله پر خپل سر 

نا ببره دګېدړ ورباندې پام شو 

په یورپ کې دا واټن ورته یوګام شو 

چرګې ترپ وهل په ونه کې شوه پورته 

ګېدړ ګوری په حیرت دچرګې لورته 

پرې ناره ئی! راکوزه شه نادانې ..

 په ګېدړ باندې له مور او پلاره ګرانی

ستا له پلار سره زما دپلار یاري وه 

په یارۍ کې ئی پوره برابري وه

لکه پلار غواړم له تا سره دوستي زه 

له تا ښکلې سره ګرانی ! آشنایی زه 

څه شېبه به سره کینو په خلوت کې 

 کمی نشته ده زما په محبت کی 

چرګی ووی چی : ګېدړه دا محال ده 

دې خوږو خوږو خبروکی دې چال ده 

ستا نیکه زما نیکونه دی خوړلی 

ګېدړانو یو ټول عمر کړولی 

زه پوهیږم که درښکته شمه خورې مې 

په خوله داړې پر نوکانو څېروې مې 

موږ ته کړیدی مشرانو دا وصیت 

ګېدړانو سره مکوئ الفت 

ښه یی دا ده چې ما پرېږدې په آرامه 

یم بیزاره ستا له مینی اوسلامه 

ګیدړ ووی چې : بی بی ولی وېرېږې ؟

مورد نلری له مانه چې ډاریږې 

نن سبا دموکراسي ده په هیواد کې 

وېره نشته بیخاري ده په هیواد کې 

خوندي شویدي حقوق دټولو ژوو 

خولې تړلی دی زموږ په شان دروو 

دپرون کیسې پرونه سره لاړې 

راشه ومې نیسه کلک غیږ کې تر غاړې 

لمن ټوله دتیری او دتعدا ده 

ښه موکه دیارانی زما اوستا ده 

په همدې کې را پیدا له کومې سپی شو 

ګېدړ وریږدید ، له وېرې تلولی شو 

جوړاو یی ځان ومنډې ته دواره 

چې له ونې چرګې غږ کړ پرې چی : یاره!

دا غوږو نه دې له وېرې ولی څک شول ؟

قدمونه دی پر لاره چې ځې لق شول 

تښته مه ، دموکراسي ده عدالت دی 

قوانین دی وضع شوی حکومت دی 

سپی چې غاپی یارانه درسره غواړی 

دخپل پلار زړه کانه درسره غواړی 

ستا له پلار سره دسپی دپلار یاري وه 

په یارۍ کی یی پوره برابري وه 

ګېدړ وویلې چې : بس چرګې حسینې 

پر زخمو مې مالګې مه پاشه شېرينې 

چې تر څو پورې په کلی کې یوسپی وي 

بېرته شاته