(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[18.Dec.2017 - 15:53]

"ستا يوه يوه خبره ملغلره"

 ملغلره ستا يوه يوه خبره

 

سخنوره په قلم دې برکت شه

  په  قلم دې برکت شه  سخنوره

 

د زړۀ سره بې له تا څۀ زندګی ده

 بې له تا څۀ زندګی ده د زړۀ سره

 

زوروره لږ مو پرېږده په قلاره

 لږ مو پرېږده په قلاره زوروره

 

د لفظونو جادوګره چرته لاړې؟

 چرته لاړې د لفظونو جادوګره؟

 

ستا د سترګو له منتره امان غواړم

 امان غواړم ستا د سترګو له منتره

 

پېښوره يو ځل بيا د ګلو ښار شې

 يو ځل بيا د ګلو ښار شې پېښوره

 

اے د مينې سمندره ما فېضياب کړه

 ما فېضياب کړه اے د مينې سمندره

 

بختوره جنګرېز خانه ستا په نوم شوم

 ستا په نوم شوم جنګرېز خانه بختوره

-
بېرته شاته