(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شیرک سوي موږکان

[08.Jan.2018 - 14:19]

طنز محمود نظري | شیرک سوي موږکان

ملا چرګک عطا یې وویښت حلال يې نه کړ ترې مردار سو

د وراسته، خوسا  او پسکن  بوی يي سږی پرې پرې  د مزار سو

 له ډیر جنجاله وروسته د ګازي تذکرې تمام قانوني کار سو

په ډیر ځنډ یې بیا د ایراني جاسوسي خارښتي باند را بیدار سو

 

په دې ملک کې په ټولو ملي شیانو پیدا سوی ولي جنجال دی ؟

ځکه تر اصلي وطنپال دلته اصلي  دښمن پال  خورا ډیر فعال دی

هر څوک چې په دې وطن کې اوسیږي هغه  قانوني افغان دی

ایراني مرییان دافغان د بې غیرتي وایي دا وطن اصلي خراسان دی

 

د وطن  دیووالي لپاره له دښمنانو سره فوري بوکسي

جهاد روا دی

ځکه وطن کې اوس وطنپال ګونګ ، خاین او بد زاد  ګویا   دی

راویښ  سه ملته ددې اصلي دښمنانو په خوله داستاد هاشم طبله ووهه

هرچیري چي داسې سر زقومان  وینې په توره سر دهغه بدجوله ووهه

 

د یوې  ډلې غلو دلته یوازې موخه غلا د بې خاونده  ملت ثروت   دي

دحیرتان ، تورخم او سپین بولدک د بندرونو نیمه غلا ورته غنیمت دي

دا د پیسو غله دي، خدای دي مو ساتې د تاریخي یوالی له غلو څخه

هغه افعي ماران زموږماشونانو ته   منصور پدرام رحیمي اوفطرت دي

 

دا ایراني موږکان زموږ دبې غوري  په دې وطن کې سول ډیر شیرک

په موږ د زمري اکت کوي دا د ډیموکراسۍ  په میو مست هر موږک

د زاکاني د منظومې هغه توره  پیشو دا پردي مست موږکان غواړي

ښه بې پروا زورور  او سرې سترګې افغانان   دا پاسوګان غواړي

 ..............

پاسوګان ( رذیلان

 
-
بېرته شاته