(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخاني

[08.Jan.2018 - 14:35]

باچا خاني پکار ده   ، باچا خاني پکار ده

 

لاره ، چلند ، وینا او فکر  انساني پکار ده

داسې افغان دغسې خان داسې ځواني  پکار ده

باچا خاني پکار ده   باچا خاني پکار ده

 

د ده په لاره نه پېسې شته نه مقام اودولت

لکه د ده غوندې ټينګ عزم افغاني پکار ده

باچا خاني پکار ده

 

که د خانانو ، خان په مال او په منال ېي لا هم

داسې خاني دا تواضع لکه نېستي پکار ده

 

باچا خاني پکار ده

 

وايي نېکي وکړه دریاب کې دل کړه

ګذشت او مينه ، ترحم همګاني پکار ده

باچا خاني پکار ده

 

د خداېي خدمتګارانو د کتار دا شعار

د خدای مخلوق لره خدمت ستا مجاني  پکار ده

باچا خاني پکار ده

 

ریښتيا په کار ده صداقت او ورورولي پکار ده

هم خپل آئېن او دین مذهب مسلماني پکار ده

باچا خاني پکار ده

 

اول وي ځان پسې جهان لږ د ځان وپېژنه

د خپل تهذیب کلتور ساتنه افغاني پکار ده

باچا خاني پکار ده

 

د خپلواکۍ لپاره عزم فولادي پکار ده

هم اراده ، عزم ، ټکل د اماني پکار ده

باچا خاني پکار ده

 

په دغه لنډ ژوند چې لرو ېي مونږه

مينه یو بل سره پر دې دنیا فاني پکار ده

باچا خاني پکار ده

 

غچ او بدل کې به د سترګو شي ړنده دا نړۍ

سوله او امن فضا خکلې جهاني پکار ده

باچا خاني پکار ده    باچا خاني پکار ده

 

حامد الوتاند

-
بېرته شاته