(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوب

[08.Jan.2018 - 14:49]

خوب 

پريـشـانـې زلـفې راغـلـه خوب کې ښکلې

لـه ډېـر قـهـره يـې نـرۍ شونـډې چيچلې

تورو سترګو نـه يـې تللی و د رنجـو رنګ 

پر سپين مخ يې غـبـرګې اوښکې بهيدلې

وی يـې ولـې مـې لـه څنګ غلی تـيـريـږې

ډېـره ژر دې لـه خـيـالـونـو يـم ايـسـتـلـې

مــا وی ځـان مې مـبـتـلا پـر نـاروغۍ دی

يــو ســــاري ويـــروس دی درنـشـې آغلې

وی يې زه د مکروبونو منځ کې ژوند کړم

لـه ويـروسـه مـې ډار نـه شي يم غښتلې

رنــګــارنــګ فـتـنــه گـر دلـتـه دي فـعـال 

يــمــه اور د انـدېـښـنـو پــر زړه داغــلـې

مـاشوم وژنـې زاړه وژنـي پـېـغـلې وژنې

د زلـمـيـانـو خـو يـې جــرړې وايـسـتـلـې

وی مې خـدايـه افغانـان پـر يوه لار کړه

د وطن مينه يـې زړه کـې کړه ښـاغـلـې

د نـفـاق لـه بـد مـرضـه نـجـات ورکـړه

دا دعـا مې خپل حضور کې کړه مـنلې

د قومونو دوحــدت ځنځير قـوي کړه

"عـلـيـمـي" ده د زارۍ لـپــه  نـيـولــې

-
بېرته شاته