(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورنۍ ژبه

[08.Jan.2018 - 15:01]

مورنۍ  ژبه           

 د اختر وړومبنۍ  ورځ  وه

زۀ  ولاړ وم  مقبره  کښې  

مازيګر  لا  په   زيړي  وۀ 

د خپل  پلار د قبر  خوا ته

چې  په  دې  کښې   زما خوا کښې

 يو دوه  درې  هلکان  تېر  شو

زۀ  اندېش  له  خواله  لاړم

 د دعا  نه  پس  واپس  شوم

مقبره کښې  را راون  شوم

 بابا جى  بابا  له  راغلم

مقبرې  نه  بار  په  سړک 

د ملايې  وو  يو ګاډے

يو ماشوم  وۀ  روان کړے

چې  لږ  مخکښې  وو  تېر  شوى 

هلکان  ورته  ولاړ وو

مقبره کښې  زما  خوا ته

ملايانې  وو  په  لاس  کښې 

چې  په  دې  کښې  هلکانو

يو طرف  ته  کړلې  منډې 

ملايانې  وې  په  لاس  کښې

د خپل  ګاډي  سره  خوا ته

 ملايانې  خو خرڅېږى

يو  ساعت  ورته  ولاړ  و

و بيا روان  په  خپله   لار شو

دا به  هم  د چا  بچے  وۀ 

څوک  به  وو  ورته  په  تمه

مزدورۍ  له   يې  لېږلے 

د اختر  په  زبرګه  ورځ  وۀ

هغه  هم  د چا  بچى  وو 

ملايانې  تښتولې

انسانيت  کۀ  سړيتوب  دے

 ښه  اخلاق  دي  کۀ  تهذيب  دے

دا  د علم   سرمايه  ده 

دې  خبرې  ځان  خبر  کړى

علم ، پوهه، ښه  اخلاق 

د قامونو  خپلې  ژبې

وى  د دې  هر څۀ  دپاره 

پښتون  قام  په  دې  مئين  دے

چې  اولاد  يې  په  سکول  کښې 

نورې  ژبې  ښې  زده  کړي

څو کۀ  لوي  شى  ناخبره 

د خپل  دين  او  دنيا  دواړو

[اجمل یوسپزی]

-
بېرته شاته