(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[09.Jan.2018 - 10:25]

یوه ورځ به دریادېږم زه به نه یم

پر لېمه به دي اورېږم زه به نه یم

 

پر ګودر به مي د میني کیسه لولې

په پېزوان به دي زنګېږم زه به نه یم

 

یوه  شپه به د ژوندون یم پوروړی 

لکه پرخه به ځلېږم زه به نه یم

 

عزراییل به سرګردان را پسي ګرځي

په پردي نوم به نومېږم زه به نه یم

 

د لحد له تاریکۍ څخه به هېر یم

پر جنډۍ به مي رپېږم زه به نه یم

 

لکه اوښکه بې له نومه بې منزله

په شېبه کي پناه کېږم زه به نه یم

 

د ساقي په لاس به ډکه پیاله ګرځم

پر سرو شونډو به تشېږم زه به نه یم

 

له غزل سره به سوځم په پانوس کي

په محفل کي به بلېږم زه به نه یم

 

جهاني به د مطرب پر ژبه ګرځي

په رباب کي به تاوېږم زه به نه یم.

 

عبدالباري جهاني

-
بېرته شاته