(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[09.Jan.2018 - 11:08]

ته د ناز په خوب ویـده وې مـا ژړل

ته بې غــمه آسـوده وې ما ژړل

ستا د مخ او د سپـوږمۍ مقابله وه

ته په مخ ترې آزوده وې مــــــا ژړل

ستا د زلفـو خوشبویي چور لیونی کړم

ته په عطــــــرو کې لمـده وې ما ژړل

ما درخواست دسپینې خولـې درځنې وکړ

را ته کاري آزرده وې مــــا ژړل

وچ بالښت زما په اوښکو باندې لوند شو

ته په ناز کــــې پرورده وې مــــا ژړل

دا زمـا ملنګ جان برخــه کړیدل دي

ته لـه نازه پـــرخنده وې مـــــــا ژړل

ملنګ جان

-
بېرته شاته