(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهاره !

[09.Jan.2018 - 11:15]

ننګرهاره !

ته زما زړه او ځيګر يې ننګرهاره !

راته هرځای نه بهتر يې ننګرهاره !

 

ګران هېواد افغانستان راته جنت ټول !

ته فردوس د زړګي سر يې ننګرهاره !

 

ننګرهار ، د ګلو هار؛  د سولې ښاره !

بې جوړې،رنګين منظر يې ننګرهاره !

 

جلالکوټ دې د جلال دين دی ودان کړی !

د  جنګرېز  د  سر خطر  يې  ننګرهاره !

 

درونټې نه  تر شمشاد  ، څڅوبي پورې !

ګلباغچه  ،  بڼ ؛ ګل بشر يې ننګرهاره !

 

د خلقت زرګر په خپل لاس يې جوړ کړی !

د  ګاڼو  ،  پسول  مظهر  يې  ننګرهاره !

 

ثمرخېل او بټي کوټ دې ، د کشمير سيال !

ته  نېکمرغه  ،  بختور  يې  ننګرهاره !

 

خوشبويي  د   نارنج ګل  دې  بې  مثاله !

ته  بې عطرو  ،  مُعطر  يې  ننګرهاره !

 

ملنګ جان ، قتيل ، بينا ، حافظ  ستايلې !

شاعرانو   ته    ګودر   يې   ننګرهاره !

 

موراوپلار،خويندې ،ورورتا کې مې ويده دي !

ځکه  خوږ  ،  نورالبصر  يې  ننګرهاره !

 

ته زېږدځای مې دانا ، بابا ؛ خپلوانو !

نوراني  يې  ،   منور   يې   ننګرهاره !

 

مينه ناک  او  مينه پال  دې   ولسونه !

ته   د   مينې  سمندر  يې  ننګرهاره !

 

زامن، لوڼې دې خُدايي راته ښه ښکاري !؟

علت  دا  ،  ته  مې  دلبر  يې ننګرهاره !

 

ته  د : علم  او  ادب  ،  پوهې زانګو يې !

ته : هوښيار،عالم ،زړه ور يې ننګرهاره

 

نورستان ، کونړ ، لغمان درباندې وياړي !

بدخشان  غوندې   جوهر  يې  ننګرهاره !

 

بلخ ،کندوز،روزګان،هلمند،غزني دې وروڼه !

ته   له   واړو   مُعتبر  يې   ننګرهاره !

 

حيرتان او تورغونډي ،شېرخان : مدخل هر !

له  ختيځ  د  :  دخول  ور يې  ننګرهاره !

 

کندهار ، کابل ، هرات دي غاښ په ګوته !

ته  په  دوی  کې  مخور  يې  ننګرهاره !

 

د  ورېښمو  لار  له  تا  وه  تېره  شوې !

د  ختيځ  ،  لوېديځ  بندر  يې ننګرهاره !

 

که عرب وو، که عجم ، تر هند او چينه !؟

سيلانيانو   ته   ګُذر   يې   ننګرهاره !

 

خدمتګار،خادم ، شفيق، پژواک زامن دې !

د رښتين ، کمين  سپين غر يې ننګرهاره !

 

په  شينوارو  او  مومندو  ښه  ښکارېږې !

هم الماس يې ، هم سره بېرته شاته