(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خیمې سیوري ته

[09.Jan.2018 - 11:26]

د خیمې سیوري ته 

یا د پغمان د چمن ګله، یادېږې زما

سلام رالېږه له کابله یادېږې زما

 

لکه چې زه دې شومه هېره

ګرانه موده دې وشوه ډېره

خوب کې دې ګورم کله کله، یادېږې زما

 

زړګی مې نه صبرېږي تا نه

تپوس دې وکړمه د چا نه

هلته درتلای نه شمه خپله، یادېږې زما

 

په تورو غرو رانهٔ پناه شوې

جانانه څومره بې پروا شوې

څنګه جدا شو، یو تر بله، یادېږې زما

 

بابرزی تا پسې خفه یم ګوره

قسم په خدای ذره ذره یم ګوره

لمبې یې خېژيله ګوګله، یادېږې زما

[شفیع الله بابرزی ]

-
بېرته شاته