(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[09.Jan.2018 - 11:29]

ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم

چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم

 

جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي

ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم

 

خړې خاورې به په م باندې انبار شي

هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم

 

زه به هېر شمه قرارې مرګي ورک شه

سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم

 

بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي

ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم

 

چې په ډېرو شپو مې هېر نکړې جانانه

دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم

 

زه د یار د دره بې له خپله ياره

بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم

 

په دا تور سترګو کله کله ګوره

جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم

 

چې په قبر مې تېرېږې خدای لپاره

لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم

 

بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي

چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم

 

که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې

خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم

 

د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه

ما "خاطر" په تا سپارلی زه به مړ يم

[خاطر اپریدی]

-
بېرته شاته