(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دونیا

[09.Jan.2018 - 11:55]

نه زما ده نه داستا ده دا دنـیا 

پانې شوی له هرچاده دا دنیا

دیوه غیږکې پرته اوبل ته خاندي

څه لولۍ او بې حیا ده دا دنیا

په رڼا یې دچاکار نه پوره کیږی 

د اسمان برق او بریښنا ده دا دنـیا 

که ظاهرښکلې زېبا لیده شی څه شـو 

په باطـــــن توره بلاده دا دنیـا 

مـروت د اشنایۍ پکی نشتــه

که اشنا ده نا اشنا ده دا دنیا 

زرپه زر به یې ټیکاو هیڅ چـیری نه شــی

لکه سیوری خواو شا ده دا نیا 

تل په ځان پورې د خپلو طالبانو

مسخری کا په خندا ده دا دنـیا 

په سودا یې سودمن شوی هیڅ څوک نه دی

جوفروش ګندم نما ده دا دینـا 

بې هوده یی زړه تړې په ډنګ ډنګ پوری

د ګړۍ میلمنه ورا ده دا دنیـا 

مناسب نه دي ورتله د نویو خلکو 

د هلکو تماشا ده دا دنیــــــا 

چی حمید پکی خنداکا ریشخندی کا 

ځای د غم او د ژړا ده دا دنیا

-
بېرته شاته