(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سباوون

[09.Jan.2018 - 11:58]

سباوون

چې په خوشال په رنتمبور کې وشوې

هغه کانې په ما لاهور کې وشوې

 

د اشنا خیال، د قفس ور مات کړه

بېلتونه ډزې دې په کور کې وشوې

 

خلک د دوه ورځو فراق کې سوځي

زما خو مياشتې په دا اور کې وشوې

 

د رڼا ناوې دغه ټولې کيسې

ما سره ستا د مينې تور کې وشوې

 

دي زندانونو د وفا په عوض

ناشونې وشوې خو په زور کې وشوې

............................

رنتمبور = رَن تَم بَور، هغه زندان چې ارواښاد خوشال بابا، د مغولو له خوا، پکې بند شؤی ؤ

عوض = بدله، معاوضه، اجر

تور = الزام

ناشونې = ناممکنه، نه کېدونکې

شونی = ممکن او ناشونې د ناشونی (ناممکن) ښځینه بڼه ده

 قلندر مومند

-
بېرته شاته