(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محبوبا

[09.Jan.2018 - 12:05]

محبوبا 

محبوبا  مېګلدره ده ! ګل غونډۍ  ده !

د لغمان په ده زيارت کې ، له غونډۍ ده !

 

د صورت ، مخ ؛ قد، قامت نښې يې دادي :

څېړۍ  ډوله ، ګرده ـ مرده  او خنډۍ  ده !

 

د  طوطي  په  څېر  خبرې  کوي  نرمې !

هزاره غوندې يې  پوزه  ، لږ مونډۍ  ده !

 

په   يوه   پښه   څرخېږي ،  لاټو   ډوله !

توربخنه  ،  ګړندۍ ؛  لکه  :  لنډۍ   ده !

 

حيا  ناکه   ،   وفاداره   ؛   پښتنه    ده !

افغانۍ  ده  !  هسې  نه  ؛ چې  هالنډۍ  ده !

 

نخره ګره  ،   کاريګره   ؛   خنده  رويه  !

زما زړه  يې  رانه  وړی ! سورلنډۍ  ده !

 

داچې زه يې  يم ، مات کړی ؛ مُحبت کې !؟

غرنۍ  ده ! او له ، اصلهګورګنډۍ  ده !

 

دام ، تلک يې : تګ ، ښُکلا ، ناز ؛ مکيزونه !

دبازانو ،  دمرغانو : تور ، کنډۍ  ده !

 

د : بدرۍ ، درخو ، ليلې ؛  ژولېتې خور ده !

بېلتانه کې  تورپيکۍ ،بې تېغ  ونډۍ ده !!!

              ۸/۱/۲۰۱۶ م. کال

West Hollywood

West Knoll DR. 838

لاس انجلس ـ کلفورنيا ؛

د امريکې متحده ايالات

-
بېرته شاته