(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ديخنۍ ګرمي

[09.Jan.2018 - 12:08]

ديخنۍ ګرمي

دپو ساړه شپه وه

وه په اسمان کښې ګرمي

له ډيره تاوه ئې نوستله واوره

زه دشيشو په کور کښې

ګرم څادر کښې پټ وم

زما يخني کيدله

بهر په لوړه غونډۍ

خړه کچه کوټه وه

يوه تور سرې وه لګيا په بيړا

واوره ئې ښکته ويشته

وجود ئې ښه ګرم وۀ

لکه مشين ګرځيده

ما دشيشو په کور کښې

ديخيدوله ويرې

دوري ښوروا څښلې وه

سخته يخني مې کيده

خدائے زده هغې ښځې وو څه ګوټلې

هغې ګرمي کېدله

هغه لمبه لمبه وه

هغې دواورې سره جنګ کؤلو

څه اوږدهي شپه وه هغه

ښار ټول نشه پروت وه

ددې يخنۍ او دګرمۍ په مينځ کښې

هغې دژمي ټوله شپه وخوړه

او زما سترګه بېخي پټه نه شوه

اسيرمنګل

-
بېرته شاته