(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنز

[16.Jan.2018 - 16:38]

محمود نظری 

ولي هر کار سبا ته پریږده؟ 

دڅو عقلي ناروغانو پخلا ته ولي  ټول  ولس انتظار دی

دوطن هرکام په خپله دیو جنتي کام ان تر هګۍجار دی

دا اتل باتور افغان کامونه ولي اوس دومره پمن سول

دهر سپي غپا ته  ددوی تړلی کاروان لکه یو نیلۍ ولاړ دی

 

***

پخوا به هر باتور په مټو توکړه  ول دا د شوربازار غله لالا ته پریږده

نن هر داړن لالا په ټوخي وایي دملي بس کیسه بر نیول امریکا ته پریږده

نن ان لوی واکمن دملي کارو په کړوکې دپمن سپیانو لهغپا ځان پټوي

ان دویم واکمن اول ته به پند وایي راځه دا ملي قانونيکار امریکا ته پریږده

 

اوس یو امبار خوره نیغ چمبرخیال په دې ټوله مامته کې کله پيداکیږي

هرکوږ چمبرخیال د سیده توب نارې وهي وایي دیوم دلاستي کار ماته پریږده

دلته حساب او کتاب ته مست ظالېم او خاین په سمه غاړه کله ایږدي

ان اصیل غله په غوسه قاضي ته وایي ولاړ سه داستاپرېکړه ما ته پریږده

 

د سبا د کنایې مانا ده دا کار  تر هغه چې زه یم نه یېتر سره کوم

ان بین الملل وایي د زهر شندونکی افعي مارانو سوټي وهل سبا ته پریږده

په دې سبا سبا ویلو هیڅ ډول مرداري نه ورکيږي له دې ښکلي چمنه

دا ځان غوښتونکي هم مرداري کوي هم وایي د دې پټول سبا  ته پریږده

 

ګرانه مشره چي ښکار دې وکړ ژر یې حلالوه چېدرڅخه مردار نسي

دهغه دښمن دوست ژبه پرې کړه چې وایي حلالول یېسبا ته پریږده

که تازه انساني مرداري ژر پټه نه سي بوی يي ټولهدکور فضا نیسي

سبا ته چنجي کوي مچان پر بنګیږي حقوق بشر واييمدد يي ما ته پریږده

 

دا وطن چي نه ودانیږي ړانده لړمان یې لکه بیرغ بېرته شاته