(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاڅه پیښوره

پاڅه پیښوره د سپیدو مرغانو ږوږ دي ۰ د خوشحال جذبه ورغلي ، پښتنو ځلمیانو ږوږ دي ۰ ږوږ دتوپ او توپخانو یي ، ستا دري دي لړزولي ۰ د مسودو او وزیرو، ننګیالیان دي پاڅیدلي ۰ دافغان توري ډبري ، نن په وینو رنګیدلي ۰ د میرویس او داحمد لښکري مخ ته را وتلي ۰ د زابل ځیږو ځلمیانو سنګرونه دي نیولي ۰ دپکتیا لوړې ژیورې و دښمن ته قهریدلي ۰ د نیکه او د بابا پر مینه ناست ، ټول افغانان دي ځوریدلي۰ دپروند ورځي وارسا، نن د ناټو په نوم راغلي ۰ د فرنګ لا لا لښکرو بګیلان را تناو کړي۰

Khal Kamran -
بېرته شاته