(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له اټک تر کندهاره

[26.Jan.2018 - 12:52]

بې وسي ده زړه مې وران دی زړه یې وران دی

ګونګ ولاړ یم کابلی جانان روان دی

 

چې د ننګ قیصه کووم نو سر مې ټیټ شي

له اټک تر کندهاره يو افغان دی

 

که څوک وایي تیره نیمه پیړی څه وه

وایم دا زما په وینو سور داستان دی

 

زه له تا شم صدقه جلال اباده

تاته خپل جسد سپارلی باچاخان دی

 

د تورخم مزي ته ګورم چورت وهمه

په جنت راج چلېدلی د شیطان دی

 

یو نوروز به مې کابل کې وي ممتازه

خدای کریم دې او زما دغه ارمان دی

 

ممتاز اورکزی

-
بېرته شاته