(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مزدور زوی شعرونه

ای د پراخو پرګنو بابا ارمان دی ګل شه جنتونه دی ځای د نومياليو ميړنو بابا يوه پيړی ژوند دی له ولسه جار کړو د ازادی د ليونو بابا تورو جيلونو تکليفو رنځور کړی د غليمانو زولنو بابا ستا ارمانی زړګی ارمان د وطن د غير تمنو وطنو بابا ستا په ارمان اوسپينه ږيره قسم نه تسلميږو په رنو بابا ته ديووالی اتفاق نخښه وی لارښود د سولی او جرګو بابا مونږ به لار هم د اتفاق خپله کړو د لرو برو پښتنو بابا ١٣٦٦ کابل --پیښور ته ته د رازونو اميدونو کور ئې د سترو هيلو ارمانونو کور ئې د پښتنو د لوی بابا مسکن يې د نهضتونو جنبشونو کور ئې ته د خوشحال او ايمل خان ميراث ئې ته د جرګو مصلحتونو کور ئې دصمد خان د وينو رنګ يې ته ته د بابړي د يادونو کور ئې ته د غني او ولي خان زانګو يې ته د روښان د مشالونو کور ئې ته دنيسم ولې حيا عزت يې ته د اجمل د سرو ګلونه کور ئې د اڅکزي او افريدي ملاتړ يې ته د احمد امان دورونو کور ئې د غزنوي او غوري شان شوکت يې ته د روښان دغورزنګونو کور ئې خو اوس دې وار دی لر او بر يو کړه دهسې سترو قدمونو کور ئې خپل پاسنی ورونه کډوال مه بوله ته د هغوی د پلار نيکونو کور ئې د خدمتګار دغه پېغام دي تا ته ته د تاريخ لويو بابونو کور ئې د غبر ګولي مياشت ١٣٧٨ --- افغانه پاڅه تارتخي افغانستان جوړ کړه د ننګ په توره د خوشال او احمدخان جوړ کړه نن دې افغانه افغانوالی دی د سوال لاندې ستا موجوديت ملي شته والۍ دی سوال لاندې ستا د بچيانو چې يووالی دی د سوال لاندې دې ته تړون پکار دی، کلک پيوستون پکار دی سمون پاڅون پکار دی زمان بدل دی بدلون راوله خپل ځان جوړ کړه د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه وطن څلور خواته تقسيم شو د دريا او سوري کور دغيرت همت مو نيم شو د يما او غوري دښمن په کور کې در مقيم شو ستا دستور پټوي پاڅه همت وکړه، د ملک خدمت وکړه په صداقت وکړه توره راپورته کړه له ځانه ايوب خان جوړ کړه د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه د ازادۍ بيرغ راپورته کړه اکبر جوړ شه د صمد خان مړی راپورته کړه سنګر جوړ شه د ايمل خان پټکی راپورته کړه سپين غر جوړ شه دادې د پلار وصيت، وطن دې ننګ او پت دی ازادي ستا شوکت دی ستان پنجده سره يو ځای پښتونستان جوړ کړه د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه ستا شهيدان سترګې په لار دي ازادۍ بيرغ ته ستا يتيمان سترګې په لار دي خپلواکۍ بيرغ ته پيغلې ځوانان سترګې په لار دي د ښادۍ بيرغ ته دادې فرصت دی وروره، ځان د غيرت دی وروره نوم دې اوچت دی وروره په ورورولۍ ملي يووالي لوی افغان جوړ کړه د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه پښتونه ته جرګې جرګې شه ورونه ټول را ټول کړل افغانه ته څپې څپې قومونه ټول را ټول کړل د لوی وطن د ازادۍ ګلونه ټول را ټول کړل په هوښيارتوب سره، زړورتوب سره په سړيتوب سره د خدمتګار د زړه اواز ملي ارمان جوړ کړه د ننګ په توره خوشال او احمد ځان جوړ کړه محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی د زمانې غږ د خلکو غږ ٤ له ټولګې څخه د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ�

-
بېرته شاته