(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اکوبکو

[24.Feb.2018 - 12:41]

د ازاد شعر په فورم کې نوې اکو بکو - سرسیندکو

چې څنګه راشم 

راسره عجبه مینه کوي 

د زړه خبره ترنم کې 

ښه رنګینه کوي 

مانه تاویږي 

او نازونه کوي 

او د کعبې په شانې 

زما له ځانه طوافونه کوي 

او په وړه مترنمه ژبه 

کړې بې دمې همیش اظهار دمینې 

زه پرې پوهیږم 

چې کوي کله اقرار دمینې

شرم حیا ، 

ننګ او ناموس 

رقیب ، غماز 

دا هرڅه نه پیژني 

ځان ، پیژني ، ما پیژني 

زړه پیژني  

تل مهربانه ده ، جفا نه لري 

په محبت کې د هیچا 

باک او پروا نه لري

دټولو مخکی په ادا ، ناز او ټوپونو راځي

په منډه ، منډه ، په مستۍ په چورلکونو راځي 

او زما غیږ کې بې له ډاره کیني 

په خدای که چاباندې یې سترګه سوځي 

نه له چا شرم او نه ډارکوي 

کله نا کله چې اظهارکوي 

زما پیشو تر ټولو ښکلو ښه ده 

ددې دونیا له نازولو ښه ده 

وړوکی میو یې تر سندرو ښه دی 

او له محبته ډک سکوت یې کله 

د بې وفاو له خبرو ښه دی 

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

نو زما پښتنې محبوبې 

څومره به ښه وه ، 

څومره خوند به یې کاوه 

که تا پیشو نه وه زده کړې مینه 

یادې په خپل قسمت کې 

وه له ازل څخه راوړې مینه 

که تا همداسې کول 

نړۍ به څومره بهترینه وه بیا 

کیسې د مینې به رنګینه وه بیا

عبدالحلیم همت

-
بېرته شاته