(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمستۍ وار

[15.Mar.2018 - 12:53]

غني تېرشودمستۍ وار،څه په جنګ څه په جلوس

چادنرغوندې قیام کړ،څوک سجدې ته لاړدووس

 

غني جام،مستي،سرورلاړ؛دبدبه دې د قام نشته

دمذهب په بدمستۍ کې، پښتون نوش کړلو ټپوس

 

غني، پروت دې د لعلونو خزانه باندې ښامار دی

لاملا د راج په تخت دی، لانیلام دی ننګ ناموس

 

غني ستا ګلستان ګوره، قبرستان شودمستانو

په شته ژوند کې یاران مړه دي، له ازاد ژونده مایوس

 

له پېړیو لګېدلی، په دې قام مرض د خوف دی

غني ته یې درمان نه شوې، نو فدا څه جالینوس

[غني خان]

 Remembering Ghani Khan

-
بېرته شاته