(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کمپيوټر

[15.Mar.2018 - 13:09]

کمپيوټر

خود سوال دے، خود جواب دےکمپيوټر

 غږوه يې خوږ رباب دےکمپيوټر

 

په هر فن کښې ورسره خبرې کېږى

 په هر علم کښې ناياب دےکمپيوټر

 

د فلمونو پکښې لويه خزانه ده

 د علمونو لوے کتاب دےکمپيوټر

 

کۀ تۀ غواړې چې خبر شم د دنيا نه

 سوال کوه حاضر جواب دےکمپيوټر

 

تنهاۍ کښېي په مثال د خوږ ملګرى

 دوستانه کښې لاجواب دےکمپيوټر

 

اے تنها په دۀ کښې هر څۀ ملاوېږى

 هم ثواب دے هم عذاب دےکمپيوټر

ساجده مقبول تنها

-
بېرته شاته