(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[29.Mar.2018 - 06:18]

طنزونه: محمود نظري

د ګردي میز  ګردي پښې نغاره چیان

کله به ورکه له دې وطنه په هرسیاسي چار کې معامله سي

تر کله به دارګ د فرمان  هره پيغله  په پردو حامله سي

د دې نغاره چیانو څه ناجایزه دلته دپښتون سره روانه ده 

چې ان د پښتون نوم  یادول کله افغان ته د تنباکوایماله سي

 

پښتون ازادیخوا دی باید مړ سي

هغه چې پښتون خوا دی باید پړ سي

دلته امریکا د پښتون خلاف دی

ځکه د پښتون بدخوا باید لوړ سي

 

څومره یوالی چي دلته په خرولي کې سته

دومره یوالی  دلته په انسان ولي کې نسته

دپوهانو یوالی مي دلته په خرولي کې ولیده

په درواغو ویلو یې ان شرم په تندي کې نسته

 

له ډیرو ګردي میزو خبرې اترې د پښو ګردو اورو

دښه  پوهو خلکو څخه خبرې د بې عقلو اورو

له پوه سړي څخه خبرې چپه په ډیره بیشرمي اورو

ولي خبرې سمي  کږي وږي د ښږمو د پردو اورو؟

 

ولي دلته  داسې هر چا ته مالوم  لوچکان ګردي  میز ته راولي

داسې مالومیږي قصدي ښکنځلي د وطن دښمنو او پردو اورو

که دا پردي رسنې او دا پردي  ملي دښمنان همداسې چالو وي

دوطن نوم او ملي سرود به په ژبه خامخا د دښمنو اورو

دلته قانون نه سته  هر مشر خپل صلاحیت لږ تر کچالو بولي

له پردو له منبره  خبرې دمزاری اوعطا  د پيغامبرکیدو اورو

په دې وطن کې رښتینی پردي پرسته  پیسو ته ایمان نه لري

دټولو خلکو څخه ولي  موږ( ما  هستیم ضد )د پښتنو اورو

 **********

طالب ستړۍ خدای ناراضه!

 

 

طالبه دا ستا لاره سیده نه ده!

دا لاره خدای ږو راسته نه ده

دا ستا هلي ځلي چې زه وینم

ستا دا قرباني ټوله حلاله نه ده

د لات او منات نوم پرې یادیږي

ستا دا قرباني دالله په نامه نه ده

لږ څه غو ر وکړه په دې لاره کې

دا لار سمه دمه آواره نه ده

ته ولي بې ګناه مسلمانان وژنې؟

دا لاره سمه د تګ لاره نه ده

یو وار خپله نخښه له سره وګوره

درنه لږ ختا دا چاره نه ده ؟

آیادا لاره سیده  جنت ته ځي؟!

دا دتور کافر دولکې لپاره نه ده؟!

خدای کله ختا وځي طالب جانه

مګر دا کار له نفس اماره لپاره نه ده

***

دنن جهاد په توره او چکمک توپک نه کیږي

کله دکافر کله  دمسلمان په خدمت نه کیږي

په مدني ډول دوطن دښمنان  ټوله وغنده

دنن جهاد بیله ددنیا  دسیاست نه  کیږي

اصلي خاین  دنیا ته رسوا او اشوا کړه

چپه خوله ناست د وطن کرامت نه کیږي

طنز  او مقالو  دعامو خلکو سر خلاص کړه

دا کار د خاینانو په  لا نور عزت نه کیږي

خاین په سړک بې لنګوتې  اوپرتوګ کړه

داشی نور په  شرافت او انسانیت نه کیږي

هر ورځ مظاهرې وکړه  او شعار ورکوه

داکا ر اوس د ولس  بې مشراکت نه کیږي

اوس د توري او ډال  وخت تیر سوی دی

دا کار اوس په ځان وژنه او وحشت نه کیږي

د خلکو زړونه  په خپل سمو کړو خپل کړه

دا کارونه اوس لا  په نورجهالت نه کیږي

***

یو میلون وژل په زرو نفرو  بدل کړه

جهاد په داسې  تیر سوي  احماقت نه کیږي

جهاد اوس  بیله پوه سیاست نه کیږي

جهاد بیله خلکو ته بې خدمت نه کیږي

یوازې دځنګل تور یږان او بیزوګان نښه کړه

د زړو، ښځو اوماشومانوپه شهادت نه کیږي

یرغلګرو ته هر چیري د چوغوکو لومکي کښیږده

دا کار پردو ته په سجده او عبادت نه کیږي

-
بېرته شاته