(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو

وايي اغيار چي د غضب ژبه ده ګرانه پښتو چي د ادب ژبه ده ماته د امن ملايکه ښکاري د انساني غوره مذهب ژبه ده اوس يي بلبلي په باغو کي وايي د ترنم او د طرب ژبه ده پخوا د پوهي په نصاب کي نه وه نن د پوهني او مکتب ژبه ده ددې هيواد د تاريخي وګړو د لوی ټبر او لوی نصب ژبه ده اغيار دي ښه پوه شي چي مرګ نه لري دا د غرغښت دا د شنسب ژبه ده زه يي د ټولو ژبو مور ګڼمه هم د عجم هم د عرب ژبه ده پښتو غيرت ، خدای غيرتي سرتېره په دې دليل واية د رب ژبه ده

Abdul Wahad Sartir -
بېرته شاته