(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زيرے

[11.May.2018 - 08:00]

زيرے

زيرے بــــــاچا خانه بابا ! پښـــــــتنو پورته کړل غږونه

هر زندان ورانيږي بابا،شرنـــــــګا ده شليږي زنځيرونه

 

زيـرے په مـــا ګرانه بابا،کـــــوټه کابل پيښور يو شول

ژڼو ســــره غيږې ورکړې .د پرګنو شمله ور يو شول

څه نــــــــــــــــــــــوبت غږيږي بابا،راپاروي بغاوتونه

 

زيرے وا افــغانه بابا،د ميرويس خان د پګړۍ ننګ دے

ســـــــتا د فلســفې رڼا ده.بې تورې بې ټوپکه جنګ دے

ځــــــــــــــي تيارې کوچيږي بابا،پيغلو راوړي مشالونه

 

زيـــرے قــــــــــــــــهرمانه بابا،سرۀ بيرغونه دي رپيږي

ســــــــره وينه شوه ډيره تويه،نوره به سره وينه جوشيږي

سـرې سترګې غړيږي بابا،سرې سترګې نه کوي خوبونه

 

زيرے زمــــــــــــــــــا ځانه بابا،اوس مو ځانونه پيژندلي

يو آواز د يو پښــــــــتون دے،په هر يو ښار،کلي په کلي

تا ته نذر کـــــــــــــيږي بابا،ستا د ملنګ ممتاز شعرونه

ممتاز اورکزی

-
بېرته شاته