(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادب

[11.May.2018 - 08:05]

دا سړى خو په ادب سره سړى دى

چي ادب ورسره نه وي نور څاروى دى

چې وفا ورسره نه وي سړى نه شو

تر هغه نه په وفا كې بهتر سپى دى

عادلان مې دجنت د ګلزار ګل دي

ستمګر مې د دوزخ د اور لرګى دى

د انصاف د څښتن غم د دوزخ نشته

دا انصاف مې تر طاعته لا پرخې دى

په ښه خوى د سړي قدر وقيمت كيـږي

بد خصلت سړى يا دېو دى يا پېرى دى

چې يې علم وهنر نه وي ځنې تښته

بې هنر سړى كه وګورې لا شى دى

چې په پند ، په نصيحت دې بندي نه شو

تور زنځير ورلره بويه كه مزرى دى

په روا په ناروا د ملحد څه وي

په مذهب د ملحدانو كوكرى ، ورى دى

د راحت په وخت د يار تجربه نه شي

چې محنت درسره واخلي يار دې دى دى

(خوشال خان بابا  )

-
بېرته شاته