(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظوره اجازه ده

[11.May.2018 - 08:08]

منظوره ! اجازه ده چې یو څو خبرې وکړم

دقوم په غم او درد کې ، په پښتو خبرې وکړم

رڼا روځ ته راووتو دتورو تورتمونه

یارانو راته غوږ شئ ،چې دشپو خبرې وکړم

پنجاب او تورې شپې رنګ دیوبل ځینې اخیستی

زمونږ په پاکه خاوره یي ،دظلموخبرې وکړم

یوه شپه وه خواره شوي په وطن هرلورتیاره وه

هرڅه وو تورتورشوي ،دهغو خبرې وکړم

هرچاته یي معلوم شول د وخشت دهشت کارونه

په نام یي داسلام کړیو، فتوو خبرې وکړم

پښتون یې دپیسو یوه وسیله وه  ګرځولې 

دمال په شان چاړو لاندې ، سلګو خبرې وکړم

داهرڅه وو خوتیرشول پښتون وزغمل ترې خلاص شو

راځه درته چې نن دخوشحالو خبرې وکړم

منظورپشتین په سرکې پي ټي ایم پسې روان دی

دټولې دنیا ویښو شاه زلمو خبرې وکړم

هرورور مو قربانۍ ته سر ورغوي کې نیولی

شوکت په شان زلمي دترانو خبرې وکړم

داوینه نن په جوش راغلي خپل انتقام اخلي

پنجاب ترینه لړزیږي ، میړانو  خبرې وکړم

پښتون دی اوچت شوی دخپل حق کوي غوښتنه

ګلخان او پنجابک دي په نارو خبرې وکړم

بوستان وزیری وایي چې دظلم کاسه نسکوره

رسوا شول په  جهان د ادارو خبرې وکړم

 

بوستان (( وزیـــــــری ))

-
بېرته شاته