(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه خوشال ستا

[11.May.2018 - 08:54]

ارمغانِ خوشال خټک بابا رحمخ - ۴۸۴

ـ

راته مه وایه، په تا ږو

چې په تا نه ږو، په چا ږو؟

ـ

تهٔ زما د سترګو تور یې

په دا تورو سترګو ستا ږو

ـ

مخ دې ورځ، زلفې دې شپه دي

په سبا ږو، په مَسَا ږو

ـ

په جهان کې مې ځان تهٔ یې

نه چې نور په تا جا نا ږو

ـ

یاد مې تهٔ یې په خاطر کې

هر زمان، په خپل مَولا ږو

ـ

ستا د پښو خاورې توتیا دي

چې ما ستا په خاکِ پا ږو

ـ

تمنا لرم ستا ډېره

په دا خپله تمنا ږو

 

تر خندا پورې دې هېڅ دي

لال او دُر ستا په خندا ږو

 

يار خو ستا يم، د چا نه يم

زه خوشال ستا په لقا ږو

ـ

ږو = قسم، سوګند، لَوړه، په خدای 

مَسَا = ماښام

جا = ځای

توتیا = یو ډول درمل (دارو) چې د سترګو لپاره وي

لقا = ۱) مخ، څېره، شکل ۲) ديدن، ملاقات، ليدنه

-
بېرته شاته