(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمئین لالا

[17.May.2018 - 07:27]

د مئین لالا یو غزل

سترګی می يو څۀ وايي خو ، زړۀ می بـيا بل څۀ وائي

کــــله وايـــم ســترګې ،کـــله وايـم چـــې زړۀ ښۀ وائي

 

دلتــه هــر يو زړۀ ډک لــه ګيـــلو د ژونــدانـۀ ځـــينی

څوک د زړۀ حال وائي، څوک شرميږي او څۀ نۀ وائي

 

خــولـۀ چی د چا سمـه وي ، خــبرې سـمې،سـمې کړي

خــولـۀ چـی وي کاږۀ نـو خــامخــا کــاږۀ ، واږۀ وائي

 

ولــی ورنــه هيلــه د خــوږو ، خــوږو کوئ خلـــــکو!

خــپله چی تـرخه وي ، هغه خـولۀ به څــۀ خواږۀ وائي

 

پــښو کښی می زنځير دی د پښتــو ، ځکه ورتلی نـشم

کاشـــکی رقيـــب ورشـــــي او سلام مــی ورته و وائي

 

مــينه او حــيا چی سره يــو ځائ شي ، تـری جوړه شي

نـاوی پــښتانه چــــی، خـــپل مـــيړۀ ته (دی او دۀ)وائي

 

چا به چی پوښتل چی په دی کلي کښی مئين څوک دی

ما به ويل چی زۀ خو،اوس می شيخ اٙشنا هم، زۀ، وائي

-
بېرته شاته