(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[17.May.2018 - 07:32]

ليوني  ټول دې راپسې کړل جانه پيردې کړمه

تصوير دې څه ؤ راليږلے چې تصوير دې کړمه

 

زما غيرته جهالت سره چې ګډوډ شولې

زما غيرته اسوئيلے دې کړمه ويردې کړمه

 

وخته خبر مې کا،له ما کومه ګنا شوې ده

چې کرښې کرښې اوکړۍ کړۍ زنځير دې کړمه

 

نفسه چې  مينه مې ديار نه په تازياته شوله

نفسه ضمير دې راته مړکړو بې ضمير دې کړمه

 

منګله!لوږه د ديدن مې ستا ماړه نه کړله

تهٴ اروا وږے ئې په وږو سترګو ځيردې کړمه

اسيرمنګل

-
بېرته شاته