(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اندېښنه

[17.May.2018 - 07:35]

نن مې د زړه اندېښنه بل رنگې ده

داسې ښکارېږي کیسه بل رنگې ده

 

چا جوړې بل گلشن ته اور ورته کا

سپرلي راوړې وږمه بل رنگې ده

 

له خپله ځانه سېوا هېڅ نه ویني

د ښکلو خلکو نشه بل رنگې ده

 

د کتابونو دښمنان ډېرېږي

په جهالت کې مزه بل رنگې ده

 

زاهده ستا د کوټگۍ نه بهر

لږ خو راؤوځه نقشه بل رنگې ده

 

څوک چې یې څومره سموي ورانېږي

پښتون ته پېښه لانجه بل رنگې ده

 

اسراره هسې نه چې ورک شې پکې 

د دې دنیا دا مېله بل رنگې ده

ډاکټر اسرار

-
بېرته شاته