(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمد جان لالاته

[17.May.2018 - 07:48]

ملګري محمد جان لالاته

اې ! زه مو په ياد يم او که نه ملګرو

اې ! زه مو په ياد يم او که نه ملګرو

 

زه هغه ستاسو د لښکر ملګرى

زه هغه ستاسو د سنګر ملګرى

هغه د بزم د مجلس ملګرى

هغه خلقي او د اولس ملګرى

هغه د لوى پښتونستان وګړى

هغه د فکرِ صمد خان وګړى

هغه د ګل په شان خوشحاله چي وم

د انقلاب لار کښي بې حاله چي وم

 

اوس د خزان د باد وهلى پروت يم

له خپله کوره سه شړلى پروت يم

نن په سکروټو د دوران ولاړ يم

و کافر مرګ ته په ميدان ولاړ يم

سومره تنها سومه خپلوان مي څه سو

هغه د يوه فِکر ياران مي څه سو

هغه چي زه يه نازولم ورک دي

چي په لالا به يه بللم ورک دي

څنګه مو هېر کړمه په څه ملګرو

د هېرولو ومه نه ملګرو

زه هغه ستاسو يو افغان ملګرى

زه مو سپېڅلى *محمد جان* ملګرى

 

اې ! زه مو په ياد يم او که نه ملګرو

اې ! زه مو په ياد يم او که نه ملګرو

------*------*------*-------*

*پښتونخوا کوټه*

۱۸م مارچ ۲۰۱۸

حفيظ الله ياد

-
بېرته شاته