(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوند ژوند منظوره

[17.May.2018 - 08:15]

ژوند ژوند منظوره

را ویښ دې پښتانه کړل صدقه دې له شعوره

ژوند ژوند ، منظوره ، ژوند ژوند منظوره

—————

را وتی یې میدان ته سر دې یښی دی پر تله

زار دې شو اتله ، قربان دې شو اتله 

د قام په غم غمجنه ، د قام په رنځ رنځوره

ژوند ژوند ، منظوره ، ژوند ژوند منظوره

—————

را ویښ دې پښتانه کړل صدقه دې له شعوره

ژوند ژوند ، منظوره ، ژوند ژوند منظوره

—————

قام خلاصول غواړې د ظالم له سرو منګولو

وړ یې د ستایلو ، وړ یې د ستایلو

نه دې قام بې تا شي نه دې شي ستا ادې بوره

ژوند ژوند ، منظوره ، ژوند ژوند منظوره

—————

را ویښ دې پښتانه کړل صدقه دې له شعوره

ژوند ژوند ، منظوره ، ژوند ژوند منظوره

—————

امن دې مرام دی د پښتون وطن پر خاوره

ملګري دې یو واوره ، ملګري دې یو واوره 

کرکه دې له جنګه ، نه توپک غواړې نه توره

ژوند ژوند منظوره ، ژوند ژوند منظوره

—————

را ویښ دې پښتانه کړل صدقه دې له شعوره

ژوند ژوند ، منظوره ، ژوند ژوند منظوره

—————

ته چې و دښمن ته لکه لمر خبره سپينه کړې

ستر جهاد پښتینه کړې ، ستر جهاد پښتینه کړې

ته به دښمنان واړه پر تېښته کړې مجبوره 

ژوند ژوند منظوره ، ژوند ژوند منظوره

—————

را ویښ دې پښتانه کړل صدقه دې له شعوره

ژوند ژوند ، منظوره ، ژوند ژوند منظوره

________________

بوریوال کاکړ 

کولن ، جرمني

شپږم اپرېل

-
بېرته شاته